کونړ؛ مرکز کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۲۲:۴۷
کونړ؛ مرکز کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د والیبال اختریزې سیالۍ د امیرخان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې له مرکز او ولسوالیو څخه ١٦ لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبه يې د امیرخان او نرنګ ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ترمنځ ترسره شوه.

د سياليو په پایلوبه کې امیرخان لوبډلې د ٣/ ٢ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره ورزشکارانو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سنوکر ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۵۶
Background image

کابل ښار کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو استعداد موندنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په مرسته او د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د کابل ښار له مختلفو کلبونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو وزنونو کې د ووشو استعداد موندنې. . .

BACK TO NEWS