کابل کې د ۱۰۰ زياتو ووشوکارانو ترمنځ د ووشو خزانې سيالۍ پيل شوې
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د ووشو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د ۵۶ کلبونو څخه د ۱۰۰ څخه د زياتو ووشوکارانو ترمنځ د ووشو خزانې تشويقي سيالۍ په ساندا سبک کې پيل شوې.
په دې سياليو کې به ووشوکاران په څلورو عمري کټګوريو کوچنيانو، تنکيو ځوانانو، ځوانانو، لويانو او بېلابېلو وزني کټګوريو کې د یو بل پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي، چې په پای کې به يې غوره ورزشکاران د کابل ټاکنيزو سياليو کې د ګډون حق ترلاسه کړي.
د ويلو ده، چې دغه سيالۍ د ورزشکارانو د تجربې لوړاوي، هڅونې او غوره استعدادونو موندلو په موخه پيل شوې، چې يوه ورځ به دوام وکړي.
