کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د یاد ریاست له کارمندانو د اسلامي اساساتو دویم پړاو ازموینه واخیستل شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۴:۱۸
کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د یاد ریاست له کارمندانو د اسلامي اساساتو دویم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د یاد ریاست په جومات کې د څلورم او پینځم بستونو له کارمندانو د اسلامي اساساتو دویم پړاو ازموینه واخیستل شوه.

په دغه ازموینه کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمدجان څدراڼ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دعوت او ارشاد ریاست رهبري پلاوي او د یاد ریاست کارمندانو ګډون کړی وو.

د ازموینې په پیل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دعوت او ارشاد رییس داد محمد بریال عطایي وویل: دغه امتحان زموږ د خپلو درسونو د ورکړې د ارزیابۍ امتحان دی او د کارمندانو لپاره د اسلام شریعت په چوکاټ کې د ظاهري جوړښت ارزیابي ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۱
Background image

ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانوورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

BACK TO NEWS