ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پیوستون لوبډلې له خپل ۱۲۸ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۳۲ منډو په توپیر یې خپلې سیالې هېواد مل لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
