په کابل کې د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۱ - ۸:۴۵
راه اندازی رقابتهای مشت زنی در کابل

په کابل کې د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې دغه سيالۍ نن په کابل کې ترسره شوې چې د کابل او غزني، ننګرهار، نورستان او کونړ ولايتونو د ٨٠ کلپونو ١٨٠ ورزشکارانو په کې ګډون کړى و. برخه اخیستونکي ورزشکاران په 13 وزن (+48 تر +81) کیلو ګرامه او د تنکیو ځوانانو په کتگوریو کي ټاکل شوي د تنکیو ځوانانو ټیم ته د رسیدو لپاره سیالي وکړي. د المپيک د ملي کمېټې او د بدني روزنې او سپورت عمومي رييس نظرمحمد مطمئن او ورسره مل پلاوي د دغو سياليو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او لوبغاړو ته يې په خطاب کې وويل سپورت د انسان د روغتيا ضامن دی او موږ ټول يې د ودې ملاتړ کوو. په مرکز او ولایتونو کې د سپورت د ودې او پراختیا لپاره هڅه کوم چې ستاسو په اختیار کې له ټولو امکاناتو او وسایلو څخه په سمه توګه ګټه پورته شي. د هېواد د سوک وهنې فدراسیون د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د ځوانانو لوبډلې ته به ۲۶ غوره څېرې وټاکل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۲۴
Background image

کابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي ورزشونو کېک جیستو سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې اوک ورزش عمومی ریاست اړوند د رزمي ورزشونو ملي فدراسیون له لوري له کابل، لوګر، پروان، کاپیسا او کونړ ولایتونو د ٢٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو کېک جیتسو سبک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۳۶
Background image

لغمان کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د مهترلام معياري انسټیټیوټ په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز خواجه صاحب کلي کې د ۵۲ لوبډلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۳۴
Background image

زابل کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د نويو ځوانانو ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو. . .

BACK TO NEWS