لغمان کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د مهترلام معياري انسټیټیوټ په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز خواجه صاحب کلي کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د البدر خياطۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې غزيز خان کڅ لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې يې خپلې سيالې البدر خياطۍ لوبډلې ته د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې البدر خياطۍ لوبډلې ياد هدف د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د اوو ویکټو په توپیر وگټله.
دا سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د يووالي او د ټېپ بال کرېکټ لوبې ته د ودې ورکولو په موخه وشوې، چې شاوخوا ۴۵ ورځې يې دوام وکړ.
