کابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي ورزشونو کېک جیستو سبک سیالۍ ترسره شوې
د المپیک، بدني روزنې اوک ورزش عمومی ریاست اړوند د رزمي ورزشونو ملي فدراسیون له لوري له کابل، لوګر، پروان، کاپیسا او کونړ ولایتونو د ٢٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو کېک جیتسو سبک تشویقي سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې له ٢٠ کیلو ګرام څخه تر ١٠٠+ کیلو ګرامه بېلابېلو وزني کټګوریو کې ورزشکارانو ګډون کړی دی، چې په پای کې به یې غوره ورزشکاران د کېک جیتسو سبک راتلونکو ټاکنیزو ته وټاکل شي.
د دغو سیالیو موخه له نشهیي توکو سره مبارزه ښودل شوې ده.
