زابل کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د نويو ځوانانو ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د خپلواک او چينار ځوانانو لوبډلو ترمنځ د ۲-۲ مساوي پای ته ورسېده.
د ويلو ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا درې اوونۍ دوام وکړي.
