په ایران کې د افغانستان سفیر د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملې لوبډلې سره ولیدل
په ایران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني او په دغه هېواد کې د ورزش د ادارې استازي موسی خدا دادي لوبغاړو ته د تشویق او انګیزه ورکولو په موخه د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې سره ولیدل.
دغې لوبډلې د نویو ځوانانو نړۍوالو المپیکي سیالیو ته د چمتووالي په موخه په ایران کې د روانې میلادي میاشتې پر پنځمه د درې اونیو لپاره تمریني کمپ پیل کړی دی.
یادې سیالۍ به د سنګال هېواد په کوربهتوب په داکار ښار کې د نومبر پر لومړۍ پیل شي او د همدې میاشتې تر ۱۲مې نېټې به دوام وکړي، چې افغانستان به له پاناما، ارجنټاین او کوربه سنګال سره په یوه ګروپ کې سیالۍ ولري.
