په ایران کې د افغانستان سفیر د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملې لوبډلې سره ولیدل

org_admin
Wed, Oct 07 2026 12:16 PM
په ایران کې د افغانستان سفیر د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملې لوبډلې سره ولیدل

په ایران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني او په دغه هېواد کې د ورزش د ادارې استازي موسی خدا دادي لوبغاړو ته د تشویق او انګیزه ورکولو په موخه د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې سره ولیدل.

دغې لوبډلې د نویو ځوانانو نړۍ‌والو المپیکي سیالیو ته د چمتووالي په موخه په ایران کې د روانې میلادي میاشتې پر پنځمه د درې اونیو لپاره تمریني کمپ پیل کړی دی.

یادې سیالۍ به د سنګال هېواد په کوربه‌توب په داکار ښار کې د نومبر پر لومړۍ پیل شي او د همدې میاشتې تر ۱۲مې نېټې به دوام وکړي، چې افغانستان به له پاناما، ارجنټاین او کوربه سنګال سره په یوه ګروپ کې سیالۍ ولري.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS