دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍوالو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه
د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍوالو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.
دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولي یو ورزشکار ګډون کړی.
یادې سیالۍ د سریلانکا هېواد په کوربهتوب د ۳۳ هېوادونو په ګډون د اکتوبر پر ۴مه پیل شوي او تر ۸مې نېټې به دوام وکړي.
