هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د گرشک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د يادې ولسوالۍ په هاشمي لوبغالي کې د ۲۰ C لوبډلو ترمنځ د "پسرلي جام" په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې تاجداري لوبډلې خپلې سيالې رسولي لوبډلې ته د ۵ پر ۳ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سيالۍ د ځوانانو د سالم مصروفیت په موخه ترسره کېږي او يوه مياشت به دوام وکړي.
