کندز؛ پيروزي مراد شيخ ځوانانو لوبډلې د فوټبال الف ليگ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۲۲:۳۷
کندز؛ پيروزي مراد شيخ ځوانانو لوبډلې د فوټبال الف ليگ سياليو اتلولي وگټله

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ د پيروزي مراد شيخ ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې پيروزي مراد شيخ ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې استقلال ځوانانو لوبډلې ته د ۵ پر ۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دا سيالۍ د غوره لوبډلې ټاکلو او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه وشوې، چې شاوخوا دوه مياشتې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۳۸
Background image

ننګرهار؛ بهسودو ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شګي محب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۳۴
Background image

تخار؛ مرکز تالقان کې د رسۍ کشولو سيالۍ د خال محمد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت د مرکز تالقان ښار په ښاروالۍ چمن کې د څلورو لوبډلو د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيمه ييزې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۳۲
Background image

تخار؛ مرکز تالقان کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد د مرکز تالقان په ښاروالۍ چمن کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې، چې يوه. . .

BACK TO NEWS