ننګرهار؛ په ښېوې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ ټورنمټ پیل شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۴ - ۹:۳۰
ننګرهار؛ په ښېوې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ ټورنمټ پیل شو

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست تر چتر لاندې د اختر په مناسبت د ښېوې ولسوالۍ په بر کاشکوټ سيمه کې د ٢٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال ټورنمنټ پيل شو.

د دغو سياليو په پيل کې دوې لوبې وشوې په لومړۍ لوبه کې برکاشکوټ او خوشباغ لوبډلې لوبېدلې، چې برکاشکوټ لوبډلې په ټاکل شويو لسو اورونو کې (۱۱۳) منډې هدف وټاکه.

په مقابل کې یې خوشباغ لوبډلې په ټاکلو (۱۰) اورونو کې (۱۱۰) منډې وکړې او په درې منډو یې لوبه وبایلله، په دغو سيالۍ کې امیر د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دویمه لوبه د کوز کاشکوټ او بر کاشکوټ A تر منځ ترسره شوه، چې کوز کاشکوټ لوبډلې بر کاشکوټ A لوبډلې ته د (۸۶) منډو هدف کېښود، یاد هدف بر کوشکاټ A لوبډلې په ۷،۳ اورنو کې پوره کړ او لوبه يې وګټله.

نوموړی ټورنمنټ به شپږ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۷:۲۹
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۵۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلیو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د اڅکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۴۹
Background image

هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS