زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلیو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د اڅکي او ايخاب کليو غېږنيونکو ترمنځ وشوې، چې په پايله کې د اڅکي کلي غېږنيونکو په بريا پای ته ورسېدې.
