هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د مسلم کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې مسلم کلب لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې کونړي ځوانانو لوبډلې ته د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې مسلم کلب لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۸۵ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۶ منډو په توپير وبايلله.
