لوګر کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز خضر بازار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ظفر آباد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د خضر آریانا او ظفر آباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه خضر آریانا لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٧١ منډو هدف وټاکه. ظفر آباد لوبډلې ټاکلی هدف د اتو ویکټو په زیان د لوبې په نهم اور کې ترلاسه کړ او د دوو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او سالمې تفرېح په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ اړ په پای کې لومړي مقام ته یو عراده بایسکل او دویم مقام ته یوه بسته ورزشي جامې، ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شول.