جوزجان کې د فوټسال لومړی پړاو سیالۍ د افغان کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون او د فوټسال کمېټې د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ورزشي جمنازیوم کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال لومړی پړاو سیالۍ د افغان کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې افغان کلب لوبډلې خپلې سیالې دوستان کلب لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د ورزش امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې