ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۹:۴۵
ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سجاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د بهار او سجاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه بهار لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د نهو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢٤ منډو هدف وټاکه. سجاد لوبډلې ټاکلی هدف د اتو ویکټو په زیان د لوبې په نهم اور کې ترلاسه کړ او د دوو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او سالمې تفرېح په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۴۱
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۳۶
Background image

د روشن مخابراتي شرکت استازو د هېواد د ورزش ادارې له رهبرۍ سره وليدل

په افغانستان کې د روشن مخابراتي شرکت استازو د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست له رهبرۍ سره د دې رياست په مرکزي دفتر کې وليدل او د ورزش د پرمختګ لپاره يې په ګډو همکاريو خبرې وکړې.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۳۴
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

سه شنبه، د چنګاښ ١٧مه، ١٤٠٤

BACK TO NEWS