پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ لهدلوري د یاد ولایت په برمل ولسوالۍ کې د لسږ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د منصوري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې منصوري لوبډلې د ٤/٣ ګولونو په توپیر خپلې سیالې پاچا خان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دغه سيالۍ لرې پرتو سیمو کې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.