زابل کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور غوراوي سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۹:۲۵
زابل کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور غوراوي سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د پارکور فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ په ځوانانو، نويو ځوانانو او مشرانو عمري کټگوريو کې د پارکور غوراوي سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې له هرې کټگورۍ نه دوه ورزشکاران، چې ټول شپږ تنه کېږي، د ياد ولايت پارکور منتخبې لوبډلې ته غوره شول.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري غوره ورزشکارانو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز کې د اتو لېسو په ګډون د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د پوهنې ریاست سره پهٔ ګډه همغږۍ، مرکز کې د اتو لېسو په ګډون د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه کې میاعمر لوبډلې ٣ - ٠. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۲
Background image

کندوز؛ امام صاحب کې د ۲۲ لوبډلو په ګډون د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په امام صاحب کې د ٢٢ لوبډلو په ګډون د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو پایلوبه کې موج های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۱
Background image

سهار پخیر افغانستان!

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لپاره لوبځای په بشپړ ډول چمتو دی!

دا سیالۍ به سبا سهار ٩:٠٠ بجې رسماً پیل شي.

🏟 کابل، د بدني روزنې او ورزش ٢٥٠٠ کسیز ورزشي جمنازیوم

BACK TO NEWS