د کرېکټ ملي اتل ارواښاد شاپور ځدراڼ جنازه کابل ته راورسېده

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۵۹
د کرېکټ ملي اتل ارواښاد شاپور ځدراڼ جنازه کابل ته راورسېده

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست رهبري غړو او د بېلابېلو ورزشي رشتو ګڼو ورزشکارانو د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي ارواښاد شاپور ځدراڼ جنازې ته د درناوي او د نوموړي له کورنۍ سره د خواخوږي او غمشریکي څرګندولو په موخه کابل نړۍوال هوایي ډګر ته ورغلل.

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د ارواښاد شاپور ځدراڼ کورنۍ، خپلوانو او د افغانستان ټول ولس ته خواخوږي څرګنده کړه او د هغه مړینه یې د هېواد د ورزش، په ځانګړي ډول د افغانستان د کرېکټ لپاره ستره ضایعه وبلله.

شاپور ځدراڼ له نږدې څلورو میاشتو راهیسې د ناروغۍ پر بستر پروت و، چې تېره ورځ یې د هندوستان په یوه روغتون کې ساه ورکړه او جسد یې نن کابل ته راوړل شو.

ټاکل شوې، چې د ښاغلي ځدراڼ د جنازې لمونځ به سبا پنجشنبه د کابل ښار په عیدګاه جومات کې ادأ او له لمانځه وروسته به یې جنازه په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۲۵
Background image

د بامیان مرکز کې د دولتي ادارو ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د دولتي ادارو ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۵۹
Background image

د کرېکټ ملي اتل ارواښاد شاپور ځدراڼ جنازه کابل ته راورسېده

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست رهبري غړو او د بېلابېلو ورزشي رشتو ګڼو ورزشکارانو د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي ارواښاد شاپور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

کندز کې د ۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت یو ورزشي جمنازیوم جوړ او پرانیستل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د کندز ولایت دبدني روزنې او ورزش ریاست لپاره د ۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت یو ورزشي جمنازیوم جوړ او د ورزشکارانو پر مخ پرانیستل شو.

دغه. . .

BACK TO NEWS