کندز کې د ۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت یو ورزشي جمنازیوم جوړ او پرانیستل شو

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۱۰
کندز کې د ۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت یو ورزشي جمنازیوم جوړ او پرانیستل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د کندز ولایت دبدني روزنې او ورزش ریاست لپاره د ۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت یو ورزشي جمنازیوم جوړ او د ورزشکارانو پر مخ پرانیستل شو.

دغه ورزشي جمنازیوم، چې په دوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی؛ په یو وخت کې د ۵۰۰ نندارچیانو د ناستې ظرفیت لري او دغه راز د اوسېدو لس خونې پکې جوړې شوي دي.

د یاد جمنازیوم د پرانیستې په مراسمو کې د کندز ولایت د ورزش رئیس قاري عزت الله سنان او نورو ورزشي مسؤولانو، د کندز ولایتي چارواکو، قومي مشرانو، سپین ږیرو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و او د افغانستان د ورزش ادارې د هڅو ستاینه یې وکړه.

د پرانیستې په پای کې د ورزشکارانو له لوري بېلابېلې ورزشي نندارې ترسره شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۲۱:۲۳
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۲۱:۲۱
Background image

جوزجان؛ خانقاه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۲۱:۱۶
Background image

پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۲لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د طوفان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS