د بامیان مرکز کې د دولتي ادارو ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د دولتي ادارو ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې معارف لوبډلې خپلې سيالې تعليمات تخنيکي لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د دولتي کارمندانو ترمنځ ورزش دودول دي، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.
