تخار؛ چاه اب ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۳:۵۷
تخار؛ چاه اب ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فول رزم ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د فول رزم ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې ۳۰ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې ترلاسه کړې او د تخار ولایت د فول رزم منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د تخار ولایت فول رزم منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې یو ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې ټاکل شوو ورزشکارانو ته کپ، مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۲۰
Background image

دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ځغاستې اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د ځغاستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۲
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۰
Background image

رقابت‌های دست کشتی میان ۲۰ تن در شهر زرنج برگزار شد

رقابت‌های دست کشتی میان ۲۰ تن از سوی مدیریت بازی‌های ملی و محلی در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت نیمروز، در مرکز شهر زرنج برگزار شد.

در این‌ رقابت ها ۱۰ تن حریفان خود را شکست. . .

BACK TO NEWS