تخار؛ چاه اب ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
Sun, Sep 22 2024 1:57 PM
تخار؛ چاه اب ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فول رزم ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د فول رزم ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې ۳۰ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې ترلاسه کړې او د تخار ولایت د فول رزم منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د تخار ولایت فول رزم منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې یو ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې ټاکل شوو ورزشکارانو ته کپ، مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS