بدخشان کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کول شهر بزرګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۶:۱۱
بدخشان کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کول شهر بزرګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د ۹ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې څلور ورځې مخکې پیل شوې وې د کول شهر بزرګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې اسقلال کول شهر بزرګ لوبډلې خپلې سیالې دشت اماني لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول و، د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته یو عراده موټر د ډالۍ په توګه ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۶:۲۱
Background image

د هېواد ورزش ادارې عمومي رییس د بزکشۍ له لوبغالي لیدنه وکړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رییس ښاغلي مولوي احمدالله وثیق او ورسره مل پلاوي د يما پطرول؛ افغانستان وزلوبې غوره ليگ اووم پړاو سیالیو ته د چمتووالي د ارزونې او د چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ۱۴۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۴۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش دودیزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شور تپې ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش دودیزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې. . .

BACK TO NEWS