بدخشان کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کول شهر بزرګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د ۹ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې څلور ورځې مخکې پیل شوې وې د کول شهر بزرګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې اسقلال کول شهر بزرګ لوبډلې خپلې سیالې دشت اماني لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول و، د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته یو عراده موټر د ډالۍ په توګه ورکړل شو.
