بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ۱۴۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۴۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش دودیزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو لوبې مساوي او ۵۰ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
