بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شور تپې ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش دودیزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۸ جوړو لوبې مساوي او ۳۷ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
