باختر پوهنتون له چین هیواد څخه د دوو مډالونو ګټونکی سمیر رحماني وستایه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۴:۱۵
باختر پوهنتون له چین هیواد څخه د دوو مډالونو ګټونکی سمیر رحماني وستایه

باختر خصوصي پوهنتون او ښوونځي د ورزش ادارې د معاونیت په شتون کې له چین هیواد څخه د ITF تکواندو په برخه کې دوو د سرو زرو مډالونو ګټونکی سمیر رحماني د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې وستایه او د وروستۍ لاسته راوړنې تقدیر یې وکړ.

په دې مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي، د باختر پوهنتون او ښوونځي رهبري غړو، د ITF ملي فدراسیون رئیس محمد شعیب رحماني او زده کوونکو ګډون کړی و.

مراسمو ته حافظ احمد جان ځدراڼ وویل: لله الحمد د هیواد ورزش خورا پرمختګ کړی، په دا وروستیو کې د فوټسال بریا، د تکواندو په برخه کې د طلا مډالونه او پرون د ۱۷ کلنو افغان فوټبال ملي لوبډلې د کافا جام سیالیو ګټل یې ښې بېلګې دي.

سمیر رحماني څه موده وړاند د چین هیواد په کوربتوب په سیالیو کې ګډون کړی و، چې دوه د طلا مډالونه یې وګټل. له دې وړاندې هم رحماني له بهرنیو لوبو ۷ د طلا، یو د نقرې او یو د برنزو مډال ګټلی و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قادس ولسوالۍ کې د یووالي او دوستۍ جام په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۱:۳۷
Background image

پکتيکا؛ قلندري لوبډلې د يووالي جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۴۰ ب لوبډلو ترمنځ ترسره د يووالي جام په نوم د فوټبال سيالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۱:۳۳
Background image

کاپیسا؛ مرکز محمود راقي کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په مرکز محمود راقي کې له مرکز، حصه اول او حصه دویم ولسوالیو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS