باختر پوهنتون له چین هیواد څخه د دوو مډالونو ګټونکی سمیر رحماني وستایه

org_admin
Mon, Aug 26 2024 8:45 AM
باختر پوهنتون له چین هیواد څخه د دوو مډالونو ګټونکی سمیر رحماني وستایه

باختر خصوصي پوهنتون او ښوونځي د ورزش ادارې د معاونیت په شتون کې له چین هیواد څخه د ITF تکواندو په برخه کې دوو د سرو زرو مډالونو ګټونکی سمیر رحماني د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې وستایه او د وروستۍ لاسته راوړنې تقدیر یې وکړ.

په دې مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي، د باختر پوهنتون او ښوونځي رهبري غړو، د ITF ملي فدراسیون رئیس محمد شعیب رحماني او زده کوونکو ګډون کړی و.

مراسمو ته حافظ احمد جان ځدراڼ وویل: لله الحمد د هیواد ورزش خورا پرمختګ کړی، په دا وروستیو کې د فوټسال بریا، د تکواندو په برخه کې د طلا مډالونه او پرون د ۱۷ کلنو افغان فوټبال ملي لوبډلې د کافا جام سیالیو ګټل یې ښې بېلګې دي.

سمیر رحماني څه موده وړاند د چین هیواد په کوربتوب په سیالیو کې ګډون کړی و، چې دوه د طلا مډالونه یې وګټل. له دې وړاندې هم رحماني له بهرنیو لوبو ۷ د طلا، یو د نقرې او یو د برنزو مډال ګټلی و.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS