کندز؛ په چهاردرې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري او د محمد عيسی مجددي په مالي ملاتړ د ياد ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د اختر په مناسبت د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې د قاری فرهاد لوبډلې خپلې سیالې امان الله مياخېل لوبډلې ته د ۳۰/۲۴ نومرو په توپير سره ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د اختر د خوښیو نمانځل وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.