د هېواد پنځو زونو کې په يو وخت د فوټبال اتلولۍ سيالۍ پيل شوې

Afzal-af
Tue, Jul 26 2022 2:58 PM
د هېواد پنځو زونو کې په يو وخت د فوټبال اتلولۍ سيالۍ پيل شوې

د فوټبال ملي فدراسیون د زونونو اتلوليو دوه يم پړاو ليګ نن سه شنبه د هېواد په څلور زونو کې پيلوي.

د هېواد فوټبال فدراسیون سرچينې د معلوماتو په اساس د دې سياليو پچې اچونې مراسم تېره شپه د شاملو لوبډلو په ګډون په کوربه ولايتونو کې د فوټبال فدراسیون استازي او د ولايتي څانګو مسوولینو په شتون کې ترسره شول.

دغه سيالۍ په جنوب شرق زون کې د خوست، ننګرهار، لغمان، پکتیا او ميدان وردګو ولايتونو په ګډون د خوست په کوربتوب ترسره کيږي.

په شمال زون کې د بلخ په کوربتوب د سمنګان، سرپل، جوزجان او فارياب ولايتونو فوټبال لوبډلې شاملې دي.

همداراز په شمال شرق زون کې بيا د بغلان، باميان، بدخشان، او کوربه کندز ولايتونو لوبډلې ګډون لري.

دغه راز د زابل، ارزګان، غزني، کندهار لوبډلې د سياليو ترسره کېدو لپاره هلمند ته ځي ترڅو هلته خپلې سيالۍ وکړي.

هرات ولايت به د هېواد غرب زون اتلولۍ سيالۍ د فراه، غور، بادغيس او نيمروز لوبډلو په ګډون سره د دې ولايت په کوربتوب ترسره کړي.

ټاکل شوې دغه سيالۍ به لس ورځې دوام وکړي د فوټبال فدراسیون د دې سياليو ترسره کېدو موخه د افغانستان اتلوليو سياليو ليګ ته چمتووالى ښيي چې د دې سياليو جريان څخه د څارنې په منظور فني او مسلکي پلاوي يادو زونو ته استول شوي دي.

دغه سيالۍ به په يو وخت نن سه شنبه د زمري په ٤نېټه د بلخ، خوست، هلمند، کندز او هرات ولايتونو په ورزشي سټډيمونو کې پيل شي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS