کنړ کې د بوکس سيالۍ وشوې

کنړ ولايت کې د ورزش امريت تر رهبرۍ لاندې د بوکس فدراسیون اړوند درې کلپونو تر منځ د بوکس سیالۍ وشوې.
په کنړ کې د بوکس دغه سیالۍ د بوکس په یوه کلپ کې وشوې، چې د درې کلپونو لوبډلو پکې ګډون کړی و.
په دغو لوبو کې د افغان سیدي، اتلو ځوانانو او خاصکنړ بوکس کلپونو لوبډلو ګډون کړی و.
په یادو سیالیو کې د کنړ ولایت د ورزش امریت ځینو پخوانیو او اوسنیو مسوولینو تر څنګ ګڼو ورزشکارانو او د ورزش مینهوالو برخه کې اخیستې وه.
د لوبو په پای کې د یاد ولایت د ورزش امریت او سیدي کلپ لخوا غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.