کنړ کې د بوکس سيالۍ وشوې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۴ - ۹:۳۱
کنړ کې د بوکس سيالۍ وشوې

کنړ ولايت کې د ورزش امريت تر رهبرۍ لاندې د بوکس فدراسیون اړوند درې کلپونو تر منځ د بوکس سیالۍ وشوې.

په کنړ کې د بوکس دغه سیالۍ د بوکس په یوه کلپ کې وشوې، چې د درې کلپونو لوبډلو پکې ګډون کړی و.

په دغو لوبو کې د افغان سیدي، اتلو ځوانانو او خاص‌کنړ بوکس کلپونو لوبډلو ګډون کړی و.

په یادو سیالیو کې د کنړ ولایت د ورزش امریت ځینو پخوانیو او اوسنیو مسوولینو تر څنګ ګڼو ورزشکارانو او د ورزش مینه‌والو برخه کې اخیستې وه.

د لوبو په پای کې د یاد ولایت د ورزش امریت او سیدي کلپ لخوا غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاین‌لیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۱۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۵ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS