فدراسیون ملی تینس
رئیس فدراسیون ملی تینس
محترم عبدالعظیم نیازی
0700294977:شماره تماس
په افغانستان کې د ټینس لوبې مخینه
ټینس، لکه د نورو عصري لوبو په څیر چې په 1911-1912 کې د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پرمهال د حبیبیه او حربي په ښوونځيو کې د هندي، تركي او انګريزي ښوونکو لخوا؛ چې كابل ته راغلي و پيل شوی دی.
ویل کیږي چې د کریم بخش په نوم یو تن هندي نژاد انګلیسي کس په افغانستان کې د ټینس لوبې سیستم د ځوانانو په منځ کې خپور کړ او د ټینس د لوبې ډګر یې د لوبې لپاره یې چمتو کړه. په هغه وخت کې سردار عنايت الله خان د ټینس لوبې سره مینه درلوده او په خپل انګړ کې د ټينس دګر جوړ کړ.
د ټینس لومړۍ سیالۍ په ۱۹۲۴ کال کې د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال په پغمان کې ترسره شوې، چې علي محمد، عبدالحمید او عبدالواحد چې له هند څخه تازه راستانه شوي وو، برخه اخیستې وه.
د باسواده ځوانانو او با نفوذه سیاسي شخصیتونو ټینس لوبې ته د لیوالتیا له امله د بهرنیو چارو وزارت په ماڼۍ، د سوداګرۍ وزارت په انګړ کی، د کابل په بوستان سرای، شاهي ارگ او عسکری کلوپ کې د یادې لوبې لپاره ډکرونه جوړ شول.
د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د ټینس مشهور لوبغاړو څخه د عبدالرشید؛ عبدالواحد؛ علی محمد؛ شاه محمود؛ اسدالله سراج؛ نورآقا مصاحب؛ عزیزسراج او شهاب الدین نومونه اخیستلی شو. د ټینس د دوهم نسل د لوبغاړو په نوم لړ کې د توریالی اعتمادی، سلطان محمودغازی، وحید اعتمادی او داکترفاروق اعتمادی نومونه شامل دي.
ټینس لوبې ته ورځ په ورځ د خلکو لیوالتیا زیاته شوه آن تردې چې د المپيک ملي کمېټې او د پوهنې وزارت هم دغه سپورت ته پام وشو او په ۱۳۵۰ کال کې د کابل په نوي ښار کې د ټینس مرکزي کلپ جوړ شو. ورپسې په هلمند، ننګرهار، او په کندوز کې د سپين زر هوټل ته څېرمه د دې لوبې لپاره میدانونه جوړ شول.
د وخت په تېرېدو سره دغې شاهي لوبې د ځوانانو او مينه والو په منځ کې خپل ځای پيدا کړ او د خپلو رسمي چارو پرمخ وړلو لپاره د ټينس فدراسيون په کال ۱۳۶۵ تر ۱۳۶۹ د المپيک د ملي کميټې په چوکاټ کې د ښاغلی همایون پرونتا تر رياست لاندې په رسمي توګه ثبت شو.
د جګړې په کلونو کې د ټینس لوبې او لوبغالي سخت زیان ولید. ډیری استادان او ورزشکاران مهاجر شول. خو په کال د ۱۳۸۰ دا لوبه بیا پیل شوه، انجنیر عبدالعظيم نيازي چې د خپل وخت يو اتل و، د دې چارې مسووليت پر غاړه واخيست. د تنکۍ ځوانانو او ځوانانو ټیمونه جوړ شول او په کانټینینټل هوټل، لومړی مکرویان، د کابل په نوی ښار او د بدني روزنې او ورزش د ریاست په انګړ کی د دې لوبې لپاره میدانونه جوړ شول.
اوس په پوهنتونونو ښوونځيو او نورو تعلیمي ادارو کې د ټینس لوبه ترسره کیږي.
په دې وروستیو کلونو کې د دې سپورت د مخکښانو او تجربه لرونکو استادانو په نوم لړ کې د سیدآغا، انجنیر قادر بخشی، محمد داوود، انجنیر عظیم نیازی او داسې نورو نومونه اخیستلی شو.
د ټینس فدراسیون اوس په هرات، غزنی، پروان او ننگرهار ولایتونو کې فعالې څانګې لري او د هېواد په کچه تر ١٥٠ زيات نارينه او ښځينه ورزشکاران د ټينس فدراسیون کې غړيتوب لري. د دې ورزش لوبغاړو په بهرنیو سیالیو کې ګډون کړی دی. خو تردي دمه یي نه کوم مډال ګټلی او نه کومه د پام وړ لاسته راوړنه درلودلې ده.
سمیر هیبت