د کابل ښار ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلیفټینګ شپږم پړاو سیالۍ پيل شوې
د المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پارولیفټینګ ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په زور خانه یي ورزشي جمنازیوم کې د کابل ښار ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ په تکبنج پرس سبک کې د پاورلیفټینګ شپږم پړاو سیالۍ پيل شوې.
دغه سیالۍ به د کابل ښار له بېلا بېلو کلبونو ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو، لویو ورزشکارانو او د تجربه لرونکو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شي، چې دوې ورځې به دوام وکړي.
د دغو سیالیو پرانیستغونډې ته د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د پارولیفټینګ ملي فدراسیون رهبري، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.
د یادو سیالیو موخه په تکبنج پرس سبک کې د غوره لوبغاړو موندل او د ورزشکارانو د ظرفیت لوړول دي.