د کابل ښار ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلیفټینګ شپږم پړاو سیالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۴:۳۲
د کابل ښار ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلیفټینګ شپږم پړاو سیالۍ پيل شوې

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پارولیفټینګ ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په زور خانه یي ورزشي جمنازیوم کې د کابل ښار ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ په تک‌بنج پرس سبک کې د پاورلیفټینګ شپږم پړاو سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ به د کابل ښار له بېلا بېلو کلبونو ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو، لویو ورزشکارانو او د تجربه لرونکو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شي، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

د دغو سیالیو پرانیستغونډې ته د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د پارولیفټینګ ملي فدراسیون رهبري، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د یادو سیالیو موخه په تک‌بنج پرس سبک کې د غوره لوبغاړو موندل او د ورزشکارانو د ظرفیت لوړول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

کندز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رستم کلب کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ له ۱۴ کالونو کم عمره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ يارانو کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د سالمې برابرولو په موخه د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د سياليو په پايله کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS