کابل؛ د ITF تکواندو ملي فدراسیون درې کسیزه لوبډله د اتلولۍ کپ سیالیو لپاره چین ته روانه شوه

org2_admin
Tue, Aug 06 2024 11:48 AM
کابل؛ د ITF تکواندو ملي فدراسیون درې کسیزه لوبډله د اتلولۍ کپ سیالیو لپاره چین ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د ITF تکوندو ملي فدراسیون درې کسیزه لوبډله د اسیا اتلولۍ کپ سیالیو لپاره، چې د زمري له ۱۷ څخه تر ۱۹ نېټې پورې به د چین هېواد په اونان ښار کې ترسره شي، ولاړه.

د اسیا د اتلولۍ کپ سیالۍ له اسیا لویې وچې د اتو هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي، چې د نوموړیو هیوادونو ورزشکاران به د اتلولۍ پر کپ له یو بل سره سیالۍ وکړي.

د خدای پامانۍ مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د یاد ریاست فني او مسلکي ریاست سرپرست حمید الله صافی او تلونکو ورزشکارانو ګډون کړی وو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS