فراه؛ د لویدیځ زون د فوټبال د امتیازي سیالیو لومړی پړاو د هېواد د ورزش ادارې د مشرتابه په شتون کې پای ته ورسېده

org_admin
Sat, Dec 16 2023 9:50 AM
فراه؛ د لویدیځ زون د فوټبال د امتیازي سیالیو لومړی پړاو د هېواد د ورزش ادارې د مشرتابه په شتون کې پای ته ورسېده

په فراه ولایت کې د پنځو ولایتونو په ګډون د فوټبال د غوره لیګ سیالیو ته د لارموندنې په موخه د فوټبال لومړی پړاو امتیازي سیالۍ، چې مالي ملاتړ یې د باران رحمت خیریه بنسټ په غاړه و، د ورزش ادارې د رهبري په حضور کې د فراه ولایت په اتلولۍ پای ته ورسېده.

د دغو لوبو د پای په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د بدني روزنې او ورزش او د فوټبال فدراسیون فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د بدني روزنې او ورزش ریاست د دفتر رئیس مولوي فضل الرحمن بري، د افغانستان د فوټبال فدراسیون غړي رؤوف شیر، د باران رحمت خیریه بنسټ بنسټګر عبدالحمید شریفي، د فراه ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر حمیدالله حمیدي، د ګډون کوونکو لوبډلو مسؤولینو او د لویدیځ زون ورزشي مسئولانو، لوبغاړو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی و‍.

د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د هېواد د ورزش په برخه کې وروستیو لاسته راوړنو او د اسلام له نظره د ورزش اهمیت ته په اشارې وویل: «موږ هڅه کوو چې له مرکز څخه ولایتونو، له ولایتونو څخه ولسوالیو، له ولسوالیو څخه کلیو او بانډو او د هېواد په هر کونج او لرې پرتو سیمو کې ورزش ته پراختیا او وده ورکړو.»

نوموړي همداراز په هېواد کې د بشپړ اسلامي نظام او امنیت شتون په هېواد کې د ورزش د ودې لپاره یو کمساری فرصت وباله او زیاته یې کړه چې له دې فرصت څخه باید پوره ګټه واخلو.

دغه سیالۍ د فراه عدالت سنګ روز، د نیمروز ابو مسلم، د هرات صرافان، د بادغیس اتحاد او د غور اتفاق آرش لوبډلو په ګډون د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې د ګډون په موخه فراه ولایت په مرکزي لوبغالي کې ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې له پنځو ورځو راهیسې یې دوام درلود، په پایلوبه کې یې د نیمروز ابو مسلم او هرات صرافانو لوبډلې له یو بل سره مخ شوې چې، د نیمروز ابو مسلم لوبډله د ۲-۱ ګولو په توپیر بریالۍ شوه او د فراه ولایت عدالت سنګ روز لوبډله د ۱۰ نمرو په ترلاسه کولو سره د دغو سیالیو اتله لوبډله اعلان شوه.

په ورته وخت کې د فراه ولایت د عدالت سنګ روز لوبډلې څخه شاه محمد عظیمي غوره لوبڅار، د هرات صرافان لوبډلې څخه طارق محمدي غوره لوبغاړی، د هرات صرافان لوبډلې څخه خالد بارکزی او د بادغیس لوبډلې څخه فاروق شاه یوسفي غوره ګول وهونکي او د نیمروز ابو مسلم لوبډلې څخه عزت الله چاکرزی غوره ګول ساتونکی اعلان شو.

دا په داسې حال کې ده چې له پنځو ورځو راهیسې د زونونو په کچه د فوټبال سیالۍ د هېواد په پنځو زونونو (لویدیځ زون فراه، شمال ختیځ زون کندز، شمال زون فاریاب، سوېل ختیځ زون ننګرهار او سوېل لویدیځ زون کندهار) کې د ۲۶ ولایتونو په ګډون پیل او نن یې پایلوبې ترسره شوې.

همداراز ټاکل شوې، چې د مرکز زون سیالۍ به ډېر ژر په پلازمېنه کابل کې ترسره شي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS