باميان؛ د خورشيد لوبډلې د فوټبال سياليو اتلولي ترلاسه کړه

Afzal-af
Sat, Jun 04 2022 2:21 PM
باميان؛ د خورشيد لوبډلې د فوټبال سياليو اتلولي ترلاسه کړه

دغه سيالۍ ۱۹ ورځې وړاندې د ۹ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، چې د خورشيد او شهرداري لوبډلو د سياليو پايلوبې ته لار موندلې وه او د خورشيد لوبډلې وکولای شول خپل سيال ته په ماتې ورکولو سره د دغو سياليو اتلولي خپله کړي.

د ورزشي مسوولینو په وینا د یادو سیالیو د ترسره کولو موخه په بامیانو کې د فوټبال لوبې ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.

د دغو سیالیو په پای کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي رئیس انجنیر نظرمحمد مطمئن او ورسره ملګري پلاوي برخه اخیستې وه او د خپل خبرو په ترڅ کې زیاته کړه: خوښ یم چې د دوهم ځل لپاره بامیان ته سفر کوم او د فوټبال د یوې په زړه پورې لوبې شاهدان یو.

هغه زیاته کړه: تاسو ټولو لوبغاړو سره موږ ژمنه کوو چې د افغانستان د فوټبال او والیبال غوره لیګ به ډیر ژر په کابل کې د 34 ولایتونو د لوبغاړو په ګډون پیل شي.

هغه د خپلو خبرو په دوام وويل: "ملي تلويزيون د دغو لیګونو د خپرولو په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه کړې ده، انشاالله موږ به یو با کيفيته او معياري ليګ ولرو."

دا لوبې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د بدني روزنې او ورزش عمومي رييس تېره ورځ باميانو ته د ورزش د حالت د ارزونې او د واليبال او لامبو د سياليو د ليدنې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS