جمناسټیک په افغانستان کې
یکشنبه، لېندۍ ۲۸، ۱۴۰۰
جمناسټيک داسې ورزش دی چې د بدن حرکات د یوې اوسپنې په اساس برابروي، موږ کولی شو جمناسټيک د هنر په نوم ونوموو، د جمناسټيک لوبه د بدن د ځواک او وړتیا همغږي ارزوي، دغه راز د جمناسټيک په تاریخ کې ډېر داسې ورزشکاران شته چې چې نړۍ يې خپلو حرکتونو حیرانه کړې.
جمناسټيک د فعال ورزش په ډول ۲۰۰ کلن تاریخ لري خو د رقابتي سیالۍ په ډول یې ۱۰۰ کاله کیږي. افغانستان کې د جمناسټيک ورزش د همدې لوبې د مخکښو لوبغاړو شاه ملنګ متحد، محمدکریم انوري، ګل رحیم ځاځي، رسول زلمي او داوود رباني په واسطه په ۱۳۶۵ کال کې د بدني روزنې او ورزش او المپیک ملي کمېټې په چوکاټ کې فعالیت پیل کړ چې د جمناسټيک فدراسیون لومړنی رئيس جنرال شاه محمد ملنګ متحد و، د وخت په تېرېدو استاد کریم انوري، رسول زلمی، کریم شاه ملنګ په ترتیب سره د جمناسټيک فدراسیون ته اوږه ورکړه چې په ۱۳۹۷ کال کې عبدالجبار هوتک د ډېرو رایو په ګټلو سره وکولای شول چې د دې فدراسیون ریاست خپل کړي، چې اوس مهال هم شاه ملنګ متحد د دې ریاست د سرپرست په ډول دنده پر مخ وړي.
نعیم پرهېز