د افغانستان د وزن پورته کولو فدراسیون په استازولۍ فضل کریم ترکمن د وزن پورته کولو په شپږم پړاو نړیوالو سیالیو کې درې د برونزو مډالونه او درېیم مقام خپل کړ

org2_admin
Sat, Nov 29 2025 3:14 PM
د افغانستان د وزن پورته کولو فدراسیون په استازولۍ فضل کریم ترکمن د وزن پورته کولو په شپږم پړاو نړیوالو سیالیو کې درې د برونزو مډالونه او درېیم مقام خپل کړ

د افغانستان د وزن پورته کولو فدراسیون لوبغاړي فضل کریم ترکمن د وزن پورته کولو په شپږم پړاو فجر کپ په نړیوالو سیالیو کې، چې د روان میلادي کال د نوامبر د ۲۶ نېټې څخه تر نوامبر ۲۹ نېټې پورې ترسره شوې، وکولای شول په ۱۱۰ کیلو ګرام وزني کټګورۍ او په مجموع کې ۳۰۵ کیلو ګرام کې درې د برونزو مډالونه او درېیم مقام خپل کړ.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب درې ورزشکارانو او یو روزونکي څلور کسیزې لوبډلې ګډون کړی و، چې افغان ورزشکارانو په یک ضرب او دو ضرب کې لوبې ترسره کړې، چې په پایله کې فضل ترکمن خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د افغانستان لپاره درې د برونزو مډالونه او درېیم مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده، چې د وزن پورته کولو فجر کپ شپږم پړاو نړیوالې سیالۍ د ایران په کوربتوب تهران ښار کې د ازبکستان، تاجکستان، افغانستان، ترکمنستان، سعودي عربستان، عراق، سرېلانکا، بنګلادېش، یمن او ایران هېوادونو ترمنځ د روان میلادي کال د نوامبر میاشتې د ۲۶ نېټې څخه تر ۲۹ نېټې پورې ترسره شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS