پنجشېر کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو د توان سبک سیالۍ ترسره شوې

org_admin
Sat, Aug 09 2025 9:44 PM
پنجشېر کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو د توان سبک سیالۍ ترسره شوې

د پنجشېر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز بازارک ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو د توان سبک سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې کابل، پروان، کاپيسا او پنجشېر ولایتونو ګډون کړی وو؛ چې په پایله کې پنجشېر ولایت د ۲۰ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، کابل د ۱۸ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او کاپيسا ولایت د ۷ امتیازونو په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د غوره ورزشکارانو موندل او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS