کابل کې د ۵۵ ورزشکارانو ترمنځ د لامبووهنې څلورم پړاو ټاکنيزې سيالۍ وشوې

org2_admin
Mon, May 19 2025 7:00 PM
کابل کې د ۵۵ ورزشکارانو ترمنځ د لامبووهنې څلورم پړاو ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د کابل ولايت بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د اوبيزو لوبو ملي فدراسيون له لوري د کابل ولایت د ۷ حوضونو څخه د ۵۵ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ولايت د ۱۸ کالو کم عمره لوبغاړو د لامبووهنې څلورم پړاو ټاکنيزې سيالۍ، د اطلس لامبووهنې حوض کې ترسره شوې.

په دې سياليو کې د ۱۸ کالو کم عمره ۵۵ ورزشکارانو په پينځه بېلابېلو کټګوريو او په درې سبکونو، فري سټايل، بک سټروک او براس سټروک کې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې يې ۱۵ غوره لوبغاړي د لامبووهنې راتلوونکو سياليو ته غوره شول.

د يادونې وړ ده، چې د دې سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته د اوبيزو لوبو ملي فدراسيون له لوري مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS