ننګرهار؛ په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

org_admin
Mon, Apr 07 2025 1:17 PM
ننګرهار؛ په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بټي کوت ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د فريد سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د فريد سټار او ابراهيم خېل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، فريد سټار لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې دشپږو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د ابراهیم خېل لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۵ منډې جوړې کړې او د ۲۷ منډو په توپير سره يي لوبه وبایلله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې دوه اوونۍ يې دوام وکړ او په پای کې ګټونکي لوبډلې ته يو عراده بايسکل په انعام کې ورکرړل شو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS