کندهار کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Sat, Mar 22 2025 9:08 AM
کندهار کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ورزشي جمنازيوم کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د OHA لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د سپین غر بازانو او OHA لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې OHA لوبډلې د ٩/١ ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت ترسره شوې چې شاوخوا شل ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS