هلمند ؛ په ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Tue, Jan 28 2025 2:31 PM
هلمند ؛ په ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت د ناوې ولسوالۍ د ناصرانو په ورزشي لوبغالي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ګروپي سيالۍ د علم خان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پایلوبه د شير علي او د علم خان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د شير علي لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو ۱۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۹۸ منډو هدف وټاکه او په ځواب کې علم خان لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۴ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د پنځو ويکټو په توپير يې اتلولي وګټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS