کابل کې د کابل فوټسال غوره ليګ شپږم پړاو سيالۍ د ش.ه. يد نسيم لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Sat, Jan 11 2025 12:28 PM
کابل کې د کابل فوټسال غوره ليګ شپږم پړاو سيالۍ د ش.ه. يد نسيم لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کميټې په مرکزي لوبغالي کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د کابل فوټسال غوره ليګ شپږم پړاو سيالۍ، چې ۴۰ ورځې مخکې پیل شوې وې د ش.ه. يد نسيم لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ، چې تېره شپه پای ته ورسېدې، په پايلوبه کې ش.ه.يد نسيم لوبډلې خپلې سیالې ظاهر اسد لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

په دغو سياليو کې اميد قنبري د زياتو ګولونو وهونکی، ابوالفضل رحيمي غوره ګول ساتونکی او فرزاد محمودي غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د يادولو وړ ده، چې دغو سياليو د پای مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق، د فوټبال ملي فدراسیون رییس محمد يوسف کارګر، د ورزش ادارې او د فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د يادې ادارې ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د فوټبال ملي فدراسیون مسوولينو، ورزشکارانو او زيات شمېر مينوالو ګډون کړی وو.

هېره دې نه وي، چې د ش.ه.يد نسيم او ظاهر اسد لوبډلې د لومړي او دویم مقام په ترلاسه کولو د افغانستان زونونو د فوټسال اتلانو سياليو ته او پنجشېر اف سي او ياران افغان لوبډلې د کابل ښار د فوټسال لومړۍ پړاو سياليو ته لاره وموندله.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS